اسد 21, 1404 17:17 Asia/Kabul
  • په نړیوال نوملړ کې د افغان کرکټ لوبډلې اووم ځای

د کرکټ نړیوالې شورا په وروستۍ درجه بندۍ او د پنځوس اوریزو فارمټ کې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وتوانېده چې خپل اووم مقام وساتي.

د دې جدول له مخې، افغان لوبډله د دوه زره دوه سوه او نهه اویا نمرو سره په نړیواله درجه بندۍ کې په اووم مقام کې ده.دا اغیزمن پرمختګ د هیواد د ملي لوبډلې د پام وړ پرمختګ ښیي. د راپورونو له مخې، لوبډله د دوه زره او دوه ویشتم کال په پای کې په لسم مقام او د د دوه زره او درویشت کال په پای کې په نهم مقام کې وه، او اوس، اووم مقام ته په پورته کیدو سره، په دې درجه بندۍ کې خپله لویه تاریخي بریا ثبت کړې ده.د دې درجه بندۍ په سر کې، هند لومړی مقام ، نیوزیلینډ دوهم ، او آسټرالیا دریم ځای لري. همدارنګه، سریلانکا څلورم، پاکستان پنځم او سویلي افریقا شپږم مقام لري.