اسد 21, 1404 17:15 Asia/Kabul
  • د چین او امریکا ترمنځ د متقابلو تعرفو ځنډول

چین او متحده ایالاتو په متقابل ډول د یو بل په وړاندې د درې عددي تعرفو ځنډول د نوي ورځو لپاره غځولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د یوې اجرائیوي فرمان په لاسلیکولو سره یې د چینایي توکو پر وارداتو د تعرفو ځنډول تر د نومبر د لسمې نېټې پورې غځولی دی.د چین د سوداګرۍ وزارت هم د سه شنبې په سهار اعلان وکړ چې دغه هېواد به د تعرفو د ځنډ او د نورو غیرتعرفوي خنډونو د لرې کولو لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.امریکا مخکې پرېکړه کړې وه چې پر چینایي توکو به یوسلو پنځه څلوېښت سلنه ګمرکي تعرفه ولګويبیجینګ هم ویلي و چې پر امریکایي توکو به یوسلو او پنځه ویشت سلنه تعرفه لګوي.خو دواړو خواوو د مې په میاشت کې د خبرو وروسته اعلان وکړ چې د نوي ورځو لپاره به تعرفې وځنډوي او نورې خبرې به وکړي.