فرضي کرښې ته نېږدې د ۵۰ پاکستاني طالبانو وژل کېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45045-فرضي_کرښې_ته_نېږدې_د_۵۰_پاکستاني_طالبانو_وژل_کېدل
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په تېرو څلورو ورځو کې یې د افغانستان سره فرضي کرښې ته نېږدې سیمه کې پنځوس تنه د تحریک طالبان پاکستان غړي وژلي دي
(last modified 2025-08-12T09:15:49+00:00 )
اسد 21, 1404 13:43 Asia/Kabul
  • فرضي کرښې ته نېږدې د ۵۰ پاکستاني طالبانو وژل کېدل

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په تېرو څلورو ورځو کې یې د افغانستان سره فرضي کرښې ته نېږدې سیمه کې پنځوس تنه د تحریک طالبان پاکستان غړي وژلي دي

پوځ ویلي چې په دې عملیاتو کې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوي وو، له یاغیانو څخه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په وینا، په جون کې په هیواد کې اته اویا ترهګریز بریدونه شوي چې یوسلو او پنځه اویا کسان یې وژلي دي.په ټول کې په دغو بریدونو کې یوسلو او نهه اتیا کسان ټپیان شوي، چې یوسلو او شپږ ویشت پکې د یاد هېواد امنیتي ځواکونه او دریشپېته ملکي وګړي شامل دي.