ایران او د نړیوالې اټومي انرژۍ ترمنځ د همکارۍ دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45044-ایران_او_د_نړیوالې_اټومي_انرژۍ_ترمنځ_د_همکارۍ_دوام
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلاوي د سفر او په تهران کې د دې پلاوي د سلا مشورو په اړه ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ به سلا مشورې دوام ومومي.
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
اسد 21, 1404 13:40 Asia/Kabul
  • ایران او د نړیوالې اټومي انرژۍ ترمنځ د همکارۍ دوام

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلاوي د سفر او په تهران کې د دې پلاوي د سلا مشورو په اړه ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ به سلا مشورې دوام ومومي.

کاظم غریب‌آبادي ویلي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مرستیال مشر، ماسیمو آپارو، د ایران له پلاوي سره د یادې ادارې او ایران په نویو شرایطو کې تعامل کوي، له تهران څخه ووتدغه لوړ پوړي ایراني ډیپلومات وویل چې ایراني پلاوي د صهیونیسټ رژیم او متحده ایالاتو د تیري کونکي برید په جریان کې د د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مسؤلیتونو د ناکامۍ په اړه خپله سخته نیوکه او اعتراض څرګند کړ او د ایران د اټومي انرژۍ او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ناسمو پروسو د اصلاح لپاره یې د هیواد غوښتنې مطرح کړې.