ایران او د نړیوالې اټومي انرژۍ ترمنځ د همکارۍ دوام
اسد 21, 1404 17:10 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلاوي د سفر او په تهران کې د دې پلاوي د سلا مشورو په اړه ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ به سلا مشورې دوام ومومي.
کاظم غریبآبادي ویلي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مرستیال مشر، ماسیمو آپارو، د ایران له پلاوي سره د یادې ادارې او ایران په نویو شرایطو کې تعامل کوي، له تهران څخه ووتدغه لوړ پوړي ایراني ډیپلومات وویل چې ایراني پلاوي د صهیونیسټ رژیم او متحده ایالاتو د تیري کونکي برید په جریان کې د د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مسؤلیتونو د ناکامۍ په اړه خپله سخته نیوکه او اعتراض څرګند کړ او د ایران د اټومي انرژۍ او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ناسمو پروسو د اصلاح لپاره یې د هیواد غوښتنې مطرح کړې.