د ایران او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې
د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي ته د تلیفون له لارې د اذربایجان جمهوریت سره د سولې تړون په ګډون د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
ارارت میرزویان په دې ټینګار سره چې ارمنستان د ایران یو ملګری او ګاونډی هیواد دی، وویل چې یریوان له تهران سره د ښه ګاونډیتوب او متقابلو ګټو پر بنسټ د دوستانه اړیکو ساتلو ته لومړیتوب ورکړی دی.عراقچي د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت ترمنځ د سولې د ټینګښت هرکلی وکړ او د مواصلاتي لارو په اړه د ایران اندیښنو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ چې دا لاره باید د سیمې جیوپولټیک بدل نه کړي یا نورو مواصلاتي لارو ته د ایران لاسرسی قطع نه کړي.عراقچي وويل چې په هره پرېکړه او عمل کې بايد د هېوادونو د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته په بشپړه توګه درناوی وشي.د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې یریوان د ټرانسپورټي لارو په اړه د پریکړو په کولو کې سیمه ایزې سولې او ثبات او د ایران او ارمنستان متقابلو ګټو او اندیښنو ته لومړنۍ پاملرنه کوي.