افغانستان کې د کورونو د کرایو ۱۰ سلنه لوړوالی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45041-افغانستان_کې_د_کورونو_د_کرایو_۱۰_سلنه_لوړوالی
د عدلیې وزارت سرپرست اعلان وکړ چې د وزارت د کرایې د کنټرول ګډې کمیټې د کورونو مالکینو ته اجازه ورکړې چې د تیر کال په پرتله یوازي تر لس سلنې پورې کرایې زیاتې کړي.
(last modified 2025-08-12T09:05:00+00:00 )
اسد 21, 1404 13:29 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د کورونو د کرایو ۱۰ سلنه لوړوالی

د عدلیې وزارت سرپرست اعلان وکړ چې د وزارت د کرایې د کنټرول ګډې کمیټې د کورونو مالکینو ته اجازه ورکړې چې د تیر کال په پرتله یوازي تر لس سلنې پورې کرایې زیاتې کړي.

دغه وزارت ویلي چې که کرایې له لس سلنې څخه زیاتې شي نو سرغړونکي به محاکمه شي.د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې دوی به د کرایي کورونو قراردادونه په کلکه له نېږدې وڅاري.لکه څنګه چې له ایران او پاکستان څخه سلګونه زره کډوال افغانستان ته راستنیږي، د کورونو کمښت د کابل په ګډون په مختلفو ښارونو کې په یوه جدي بحران بدل شوی دی.