د افغانستان د کیک باکسینګ د غوراوي سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45000-د_افغانستان_د_کیک_باکسینګ_د_غوراوي_سیالۍ
د افغانستان د کیک باکسینګ د غوراوي سیالۍ څلورم پړاو په بامیان کې ترسره شو.
(last modified 2025-08-10T08:12:39+00:00 )
اسد 19, 1404 12:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان د کیک باکسینګ د غوراوي سیالۍ

د افغانستان د کیک باکسینګ د غوراوي سیالۍ څلورم پړاو په بامیان کې ترسره شو.

په دې سیالۍ کې د لسو ولایتونو څخه یو سل او شل لوبغاړو ګډون کړی و.د افغانستان د کیک باکسینګ فدراسیون دا سیالۍ په خپل نوښت تنظیم کړې. سیالۍ د کورني ټیم د اتلولۍ په ګټلو سره پای ته ورسیده.په دې سیالیو کې لوبغاړو د ماشومانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو د عمر په کټګوریو کې سیالي وکړه.په دې سیالیو کې د کابل، کندهار، پکتیا، لوګر، کاپیسا، وردګ، سمنګان، بلخ، پروان او بامیان ولایتونو لوبغاړو سیالي وکړه.په پای کې د بامیان ټیم لوړو نمرو سره د اتلولۍ لقب ترلاسه کړ.