په باثباته افغانستان د پاکستان ټینګار
اسد 19, 1404 16:11 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې ثبات د بل هر هیواد په پرتله پاکستان ته ډیر مهم دی او اسلام آباد پدې مسله کې خپلې ګټې ګوري.
د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان وویل چې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سفر دقیق نیټه لا نه ده وروستۍ شوې او پدې برخه کې ځینې کوچنۍ مسلې شتون لري.هغه په دې اړه وویل: "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو لاندې د افغانانو لیست په عامه توګه شتون لري. زه به جزئیاتو ته لاړ نه شم؛ مګر ما روښانه کړې چې د سفر نیټه همغږي کیږي. د سفر لغوه کولو یا ځنډولو هیڅ پوښتنه نشته، ځکه چې نیټې په رسمي ډول لا نه دي منل شوي. دواړه خواوې په دې کار کوي او ځینې کوچنۍ مسلې حل کیږي.ټاکل شوې وه چې امیر خان متقي تیره دوشنبه پاکستان ته سفر وکړي خو خو د امریکا لخوا په سفر د بندیزونو له امله وځنډول شو.