د جولانې پر وړاندې د دروزي مشرانو جبهه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44998-د_جولانې_پر_وړاندې_د_دروزي_مشرانو_جبهه
د سوریې په جنوب کې د دروزی مشرانو د دمشق پر واکمنانو سختې نیوکې کړې دي، او پر دوی یې د قومي تصفیې، د ماشومانو د وژنې او د لویانو د اعدامولو تور لګولی دی.
(last modified 2025-08-10T08:11:03+00:00 )
اسد 19, 1404 12:40 Asia/Kabul
  • د جولانې پر وړاندې د دروزي مشرانو جبهه

د سوریې په جنوب کې د دروزی مشرانو د دمشق پر واکمنانو سختې نیوکې کړې دي، او پر دوی یې د قومي تصفیې، د ماشومانو د وژنې او د لویانو د اعدامولو تور لګولی دی.

" یوسف جربوع "چې د سوریې په جنوب کې د سویدا ولایت یو له خورا مشهورو دروزي شیخانو څخه دی، د سوریې د حکومت پر ضد د "حکمت الهجري" او "حمود الحناوي"، دوه نورو دروزي شیخانو سره یوځای شو، او د دمشق واکمنان یې په دې ولایت کې د ملکي وګړو په وژنه او قومي تصفیه تورن کړل.دغو کسانو دا کړنې وحشیانه او پلان شوې قومي تصفیه وبلله او په بشري سازمانونو، ژورنالیستانو او نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې په سویدا ولایت کې د دې غیر انساني وژنې او تیري مخه ونیسي.