د بې وسلې کولو طرحې سره د حزب الله مخالفت
د لبنان په پارلمان کې د حزب الله غورځنګ استازي علي المقداد ویلي دي چې د مقاومت د بې وسلې کولو ملاتړي باید لومړی د لبنان پوځ په جنګي جیټ الوتکو او توغندیو سمبال کړي ترڅو د صهیونیسټانو د تیري سره مقابله وکړي.
د لبنان دغه سیاسي چارواکي ویلي دي چې پدې اړه د حکومت پریکړه هیڅ ارزښت نلريد لبنان حکومت د مقاومت د بې وسلې کولو غیر ملي پریکړې په اړه د حزب الله چارواکو او استازو د غبرګونونو وروسته، د لبنان په پارلمان کې مقاومت ډلې ته د وفادارۍ غړي علي المقداد تیره شپه په یوه وینا کې وویل: په حکومت کې اخیستل شوې پریکړه د متحده ایالاتو او صهیونیستي رژیم د امرونو پایله وه.د حزب الله استازي وویل: د شهیدانو د کورنیو او ملیونونو خلکو او په لبنان کې د هر عزتمند کس په استازیتوب، که سني وي، عیسوي وي، دروزي وي یا شیعه، څوک چې ذلت او سقوط نه مني، موږ دا پریکړه او د حکومت کړنې ردوو. زموږ خبره دا ده چې د امریکا-صهیونیستي دښمن بهرنیو امرونو ته غوږ مه نیسئ. لبنان باید د مقاومت او د هغه د پوځ لخوا له ټولو ګواښونو او خطرونو څخه خوندي شي.