د بګرام اډې په اړه افغانستان ته د امریکا خبرداری
سنبله 30, 1404 16:42 Asia/Kabul
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ افغانستان ته خبرداری ورکړی چې که د بګرام هوايي اډه امریکا ته ونه سپاري، نو بدې پېښې به رامنځته شي. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د ټرمپ د څرګندونو په وړاندې غبرګونونه دوام لري. د سرپرست حکومت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وویل چې اډه به هیچا ته ونه سپارل شي.