د محکمو قوانینو په تړاو د مجاهد څرګندونې
اسد 19, 1404 16:07 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ویاند وايي چې پخوانی افغان حکومت هم شرعي قانون درلود او ځینې بشري قوانین وو چې له هغه څخه لرې شوي وو.
ذبیح الله مجاهد وویل چې دې اقدام سره نور په دې برخه کې قانوني تشه نشته.نوموړي له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې "اساسي قانون یوازې د حکومت جوړښت بیانوي، او موږ دمخه د حکومت جوړښت درلود. هرکله چې زمینه چمتو شي، اساسي قانون به هم تدوین شي؛ خو اوس د وزارتونو لپاره د قوانینو د جوړښت لپاره کار روان دی."مجاهد مخکې ژمنه کړې وه چې د پخواني افغان اساسي قانون کې د تعدیل په راوستلو سره به دوی ژر تر ژره نوی افغان اساسي قانون تصویب کړي.