کډوالو سره په درناوي د ایران عدلیې وزیر ټینګار
اسد 19, 1404 12:34 Asia/Kabul
د ایران د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي، تایباد ته د سفر او د افغان کډوالو د اخراج پروسې څخه د لیدنې ترڅنګ خبرداری ورکړ چې افغانانو سره "نامناسب چلند" په بشپړ ډول منع دی.
هغه وویل هغه کسان چې دا ډول کارونه کوي په قانوني ډول به ورسره چلند وشي او افغان راستنیدونکو سره باید په درناوي او عزت چلند وشي.د ایران د عدلیې وزیر ټینګار وکړ چې هیڅ هیواد د غیر قانوني کډوالو ننوتل نه مني، او هر هیواد څخه کډوال باید په قانوني ډول ایران ته ننوځيهغه وویل چې د غیرقانوني افغان کډوالو د اخراج پروسه دوه ساعته وخت ونیو او وویل چې په دې بهیر کې د ټولو اړوندو ادارو همکاري روانه ده.