ملي ټیم ته د فوټسال ۳۳ لوبغاړو بلنه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضايي د دې لوبډلې له غوره لوبغاړو څخه درې دېرش لوبغاړي ملي لوبډلې ته بللي دي.
مرتضايي وویل چې دا لوبغاړي به د راتلونکې سنبلې میاشتې له درېیمې څخه د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په روزنیز کمپ کې ګډون وکړي.ټاکل شوې ده چې دا کمپ د ایران په مشهد ښار کې ترسره شي او افغان لوبغاړي به د آسیا جام د غوراوي سیالیو لپاره ځانونه چمتو کړي.علی رضا جعفري او علي احمد محسني د کابل صداقت لوبډلې څخه، محمد جواد صفري د ایران ګیتي پسند لوبډلې څخه،عبادالله حلیمي د میهن ځوانانو څخه او کاظم صفري د ظاهر اسد لوبډلې څخه د ګول کیپرانو په توګه غوره شوي دي.او مهدي نوروزي، علي امیري، اکبر کاظمي، حسین محمدي، محمد رضا کریمي د کابل له لوبډلې فرزاد محمودي، حمید رضا حسیني، سید حسین موسوي، تمیم حیدري د نیمروز نورزاد له لوبډلې او خداداد ابراهیمي، غفار صادقي، بهمن گورگیج او جواد حیدری د هرات اتحاد ملي لوبډلې ته بلل شوي دي.دغه راز د ظاهر اسد له ډلې څخه مصطفی رضايي ، محمد قرباني، محمد علي خدادادي، عباس حیدري، سید اسرار میرزاده د هرات امید څخه سید مرتضی حسیني، عبدالبشیر احمدي، سید مجتبی حسیني د پنجشیر له پیروزي او فرشاد عرب زاده له زیتون څخه میثم حسني آریا فورج څخه محمد مرادي د اصفهاد نفتو مهران غلامي او امید قنبري هم د افغانستان فوټسال ټیم سره تازه یوځای شوي دي