تاجیکستان څخه د برېښنا په واردولو کې کمښت
له تاجکستان څخه د برېښنا وارداتو کمښت د کابل او څو نورو ولایتونو د برېښنا رسولو لپاره یوه نوې ننګونه راولاړه کړې ده.
د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وویل چې تېر اوړی موږ له تاجیکستان څخه څلورسوه میګاواټه برېښنا وارده کړه، خو اوس مهال موږ له درې سوه لس څخه تر درې سوه شل میګاواټه برېښنا واردوو.هغه وچکالي او د اقلیم بدلون د وارداتو د دې کمښت اصلي لاملونه وبلل، خو ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې د تودوخې برېښنا د تولید له لارې د دې کمښت د جبرانولو لپاره هڅې روانې دي.عمر وویل چې اوس مهال د تودوخې سب سټیشنونه فعال دي او په ورځ کې دولس ساعته کار کوي، او د دوی لګښت هره ورځ تر دوه لکه پنځوس زره لیترو ډیزل تیلو پورې رسیږي.د برېښنا شرکت چارواکي ټینګار کوي چې دوی د هېواد د برېښنا کمښت د پوره کولو او په دې سیمه کې د خلکو د ستونزو د کمولو لپاره لویې پروژې تر کار لاندې لري.