د آذربایجان او ارمنستان هوکړې پر وړاندې د ایران دریځ
اسد 18, 1404 13:59 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب د شوي تړون په ځواب کې یوه اعلامیه خپره کړه.
په بیان کې راغلي چې د اړیکو د لارو جوړول به د سیمې د هیوادونو د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره هغه وخت خدمت وکړي کله چې دا د سیمې د هیوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي په چوکاټ کې او له بهرنۍ لاسوهنې پرته وي.په بیان کې ویل شوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د دواړو هیوادونو لخوا د سولې د تړون د متن د نهایی کیدو هرکلی کوي، دا پرمختګ په سیمه کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره د یو مهم ګام په توګه ارزوي.په ورته وخت کې یادې ادارې وویل چې په هر ډول بهرنۍ لاسوهنې د منفي پایلو په اړه خپله اندیښنه څرګندوي، په ځانګړې توګه د ګډو پولو په شاوخوا کې.