اسد 18, 1404 17:27 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د متقي سفر د معافیت لغو کول

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې امریکا یاد هیواد ته د امیر خان متقي د سفر معافیت لغوه کړی دی.

ټاکل شوې وه چې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د تیرې دوشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي او د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر په ګډون له یو شمیر چارواکو سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا تایید کړه او وویل اسلام آباد هڅه کوي چې دا مسله حل کړي.ټاکل شوې وه چې امیر خان متقي د پاکستان د حکومت په بلنه دغه هیواد ته سفر وکړي او د یاد هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره د روانو مسلو په اړه خبرې وکړي.دا لا روښانه نه ده چې د امیر خان متقي سفر، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خورا مهم بللی و، څه وخت به ترسره شي.