د غزې بشپړې ولکې پر وړاندې د کابل دریځ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44959-د_غزې_بشپړې_ولکې_پر_وړاندې_د_کابل_دریځ
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیستي رژیم د جنګي کابینې لخوا د غزې د بشپړ اشغال پریکړه غندلې ده.
(last modified 2025-08-09T09:27:19+00:00 )
اسد 18, 1404 13:56 Asia/Kabul
  • د غزې بشپړې ولکې پر وړاندې د کابل دریځ

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیستي رژیم د جنګي کابینې لخوا د غزې د بشپړ اشغال پریکړه غندلې ده.

یادې ادارې وویل دا یوه خطرناکه پریکړه ده چې په غزه کې به جګړه اوږده کړي او د فلسطیني خلکو کړاوونه به زیات کړي.د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې خپل بشري او قانوني مسؤلیتونه پوره کړي او د صهیونیستي رژیم د داسې جرمي کړنو مخه ونیسي.د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې نړیواله ټولنه باید غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو اسانتیا برابره کړي او په دې سیمه کې د صهیونیستي رژیم د اشغال او تیري د مخنیوي لپاره اغیزمن اقدام وکړي.سرپرست حکومت تر دې مخکې هم په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جرمونو او تیري غندنه کړې وه او د فلسطیني خلکو په ځانګړې توګه د غزې د خلکو لپاره یې خپل ملاتړ اعلان کړی و.