د سوریې په سویل د صهیونیستي رژیم برید
اسد 18, 1404 17:25 Asia/Kabul
د سوریې رسنیو د دغه هیواد په جنوب کې د صهیونیستي رژیم د هوايي بریدونو راپور ورکړی دی.
ویل کیږي چې په دې بریدونو کې یو موټر په نښه شوی دی همدارنګه د یاد هیواد د جبله سیمې ته نږدې د یو سل او اووه پوځي اډې باندې هم په مکرر ډول بمباري شوې ده.ځینو سوریې رسنیو دا هم خبر ورکړ چې چاودنې د صهیونیستي رژم د بې پیلوټه الوتکو د برید پایله وه.ځینو ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم ویلي چې په دې سیمه کې یو پوځي کاروان چې څو موټرونه پکې شامل وو په نښه شوی دی.ویل کیږي چې چاودنې دومره زورورې وې چې له هغې څخه اور او لوګی له څو کیلومتره لرې څخه لیدل کیدل.