د کابل او تاتارستان ترمنځ د پروازونو پيل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44924-د_کابل_او_تاتارستان_ترمنځ_د_پروازونو_پيل
د روسیې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال پرون د سرپرست حکومت د ترانسپورت وزیر سره په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې د کابل او تاتارستان ترمنځ به مستقیمې الوتنې ترسره شي.
(last modified 2025-08-07T08:39:06+00:00 )
اسد 16, 1404 13:08 Asia/Kabul
  • د کابل او تاتارستان ترمنځ د پروازونو پيل

د روسیې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال پرون د سرپرست حکومت د ترانسپورت وزیر سره په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې د کابل او تاتارستان ترمنځ به مستقیمې الوتنې ترسره شي.

دواړو خواوو د سوداګرۍ په برخه کې د هوايي ترانسپورت په اړه هم خبرې وکړې.د تاتارستان مرستیال لومړي وزیر د سې شنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او تر چهارشنبې پورې یې د سرپرست حکومت له مشرانو سره څو غونډې درلودې.دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې روسیې سرپرست حکومت په رسمیت پیژندلی دی.سرپرست حکومت هم له روسیې او د هغه پورې تړلو جمهوریتونو، لکه تاتارستان، څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.یو له هغو مهمو سکتورونو څخه چې تاتارستان پکې پانګونه کولی شي، کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد پروژه ده.په همدې اساس، د تاتارستان مرستیال صدراعظم مخکې د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ له وزیر سره لیدلي وو او په دې مسله یې بحث کړی و.