اسد 16, 1404 16:34 Asia/Kabul
  • د امنیتي چارو د مرکزي کمیسیون ناسته

د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت وايي چې د امنیتي چارو او د هغې د تصفیې لپاره د مرکزي کمیسیون منظمه غونډه اعلان شوې ده.

دا غونډه د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت، د سرحدي کرښو د ساتنې او په افغانستان کې د روانو اقتصادي پروژو د امنیت د ډاډمنولو په اړه جوړه شوې وه.د سرپرست حکومت د دفاع وزارت مطبوعاتي اعلامیه وايي چې دا غونډه د سرپرست وزیر یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.په غونډه کې ټینګار وشو چې په هیواد کې روانې اقتصادي پروژې نه یوازې اقتصادي اهمیت لري، بلکې د هیواد د ثبات او د خلکو د باور د پیاوړتیا لپاره هم اغیزمنې دي.همدارنګه، د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامینځته کول او د امنیتي پروګرامونو پلي کول په غونډه کې نورې برخې وې چې ټینګار پرې وشو.