د کډوالو وضعیت پر اداره کولو د کابل ټينګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44920-د_کډوالو_وضعیت_پر_اداره_کولو_د_کابل_ټينګار
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کډوالۍ د نړیوال سازمان له مشر محمد عبدیکر سره د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د دوی حکومت ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنیدو اداره کوي.
(last modified 2025-08-07T08:34:45+00:00 )
اسد 16, 1404 13:03 Asia/Kabul
  • د کډوالو وضعیت پر اداره کولو د کابل ټينګار

د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کډوالۍ د نړیوال سازمان له مشر محمد عبدیکر سره د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د دوی حکومت ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنیدو اداره کوي.

هغه وویل چې دوی پلانونه لري چې کډوال په خپلو ولایتونو کې میشت کړي.د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامینځته کولو پر اهمیت هم ټینګار وکړ او وویل چې دوی هڅه کوي چې دا مسلې حل کړي.حنفي په نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.تر دې مخکې د سرپرست حکومت نورو چارواکو، په شمول د کډوالو چارو وزیر، ټینګار کړی و چې د ژمي په رارسیدو سره به د کډوالو ستونزې څو چنده شي او نړیواله ټولنه باید دې مسلې ته کافي پاملرنه وکړي.