اسد 16, 1404 16:31 Asia/Kabul
  • د فرانسې په سویل کې پراخه اورلګیدنه

د فرانسې په جنوب کې یوې سختې اورلګېدنې ځنګلونو او د دغه هیواد ګڼو کلیو ته پراخ زیان اړولی دی.

ویل کیږي چې اور په ډیره چټکۍ سره خپریږي او دمخه یې څو هکتاره ځنګلونه سوځولي دي او شاوخوا کلیو ته یې ننوتي دي.په دې سیمو کې سلګونه خلک له خپلو استوګنځایونو تښتیدلي او خوندي ځایونو ته یې پناه اخیستې ده.نږدې درې زره کورونه هم له بریښنا څخه بې برخې شوي دي.تر اوسه پورې په دې اورلګېدنو کې د یو کس مړینه تایید شوې ده. نږدې دېرش کورونه هم په اور کې سوځیدلي دي او په دې سیمو کې ډیری سړکونه تړل شوي دي.د فرانسې حکومت ویلي چې په دې سیمو کې د اور د کنټرول لپاره دوه زره اور وژونکي ګمارل شوي دي؛ خو تر اوسه یې د اور د شدت کنټرول کړی نه دی.