افغانستان کې د پانګونې لپاره غوښتنې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44895-افغانستان_کې_د_پانګونې_لپاره_غوښتنې
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دولسو هیوادونو سوداګرو څخه په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
(last modified 2025-08-06T08:16:57+00:00 )
اسد 15, 1404 12:45 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د پانګونې لپاره غوښتنې

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دولسو هیوادونو سوداګرو څخه په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

ترکیه، قطر، بحرین، فلسطین، یمن، عمان، اردن او هند د دې هیوادونو په ډله کې دي؛ عزیزي ژمنه کړې چې د دوی لپاره به د پانګونې اسانتیاوې رامینځته کړي.د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي اعلامیه وايي چې نورالدین عزیزي هغه څه ته په اشارې سره چې هغه یې "د پانګونې اسانتیاوې" او "په افغانستان کې د فعالیت لپاره مناسب چاپیریال" بولي، وویل: "موږ په ځمکه کې د هیڅ انسان خلاف نه یو او زموږ یوازینۍ موخه په ځمکه کې د قانون او الهي شریعت پلي کول دي."واک ته تر رسیدو وروسته سرپرست حکومت تل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دوی ترټولو مهم هدف د هیواد اقتصادي بنسټ پیاوړی کول دي، او اوس چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، ټول پانګه اچوونکي کولی شي د هیواد اقتصاد ته د ننوتلو فرصت څخه ګټه پورته کړي.