په پکتیا کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمه
اسد 15, 1404 16:14 Asia/Kabul
د پکتیا ولایت اوسیدونکو د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د ناپیژندل شویو بې پیلوټه الوتکو د ګزمې راپور ورکړی دی.
پکتیا مېشتو نن چهارشنبه وویل چې نن سهار شاوخوا اووه بجې راهیسې دا بې پیلوټه الوتکې په دوامداره توګه د ولایت په بیلابیلو سیمو کې لیدل شوي دي.د ولسي سرچینو په وینا، دا بې پیلوټه الوتکې په ټیټه ارتفاع کې او د پکتیا په ځینو برخو کې له ساعتونو راهیسې الوتنې کوي.دا لا روښانه نه ده چې دا بې پیلوټه الوتکې د کوم هیواد دي.د سرپرست حکومت چارواکو هم تر اوسه پورې د دې پیښې په اړه څه ندي ویلي.د افغانستان په آسمان کې په ځانګړې توګه د تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې ډیری وخت د هیواد په ختیځو او سویلي ولایتونو کې نا پېژانده الوتکې ګرځي راګرځي