اسد 15, 1404 16:13 Asia/Kabul
  • پاکستان څخه د افغانانو پر نه ایستلو د ملګرو ملتونو ټینګار

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستان څخه غوښتي دي چې په دې هیواد کې د پي او آر کارت لرونکي کسان ونه باسي او د دې کارتونو د اعتبار موده وغځوي.

پرون دې سازمان په رسمي ډول د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل هغو افغان کډوالو ته چې دا کارتونه لري ډیر وخت ورکړي. د دې کډوالو شمیر یو میلیون او څلور سوه زره اټکل شوی دی.دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په هیواد کې میشتو ټولو افغان کډوالو څخه غوښتي دي چې د پاکستان له خاورې ووځي.تر اوسه پورې یاد هیواد یوازې سږ کال په سلګونو زره کډوال شړلي دي.د راستانه شویو په منځ کې هغه کسان هم شامل دي چې حتی معتبر اسناد لري؛ خو ویل کیږي چې د پاکستان پولیسو دې مسلې ته له پام کولو پرته له هیواد څخه د افغانانو ډله ایز اخراج پیل کړی دی.