افغانستان کې د خبریالانو له شرایطو اندېښنې
اسد 15, 1404 16:11 Asia/Kabul
د خبریالانو نړیوال فدراسیون په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د روان کال له جولای راهیسې په افغانستان کې لږترلږه اووه خبریالان نیول شوي دي.
یاد بنسټ په یوه بیان کې ویلي چې د سرپرست حکومت له خوا دې کړنو په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتو د آزادۍ په اړه جدي اندیښنې راپورته کړي دي.دغه ادارې ویلي چې د مطبوعاتو په وړاندې د داسې چلند زیاتوالی په افغانستان کې د معلوماتو په چاپیریال منفي اغیزه لري او د هیواد د پرمختګ په ګټه نه دی.تر دې مخکې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې د ټولو رسنیو فعالیتونه باید د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سم وي.هغه وویل چې مطبوعات باید د احساساتو تر اغیز لاندې نه وي او د دوی خبرونه باید د موجوده پالیسۍ د پوهاوي پر بنسټ خپاره شي.