اسد 15, 1404 16:10 Asia/Kabul
  • فراه ولایت ته د امنیتي چارواکو سفر

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر فراه ولایت ته د دې وزارت د امنیتي چارو د ستر مرستیال او د هغه د مل پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.

د دې سفر په لړ کې د یاد وزارت د امنیتي چارو د لوړ پوړي مرستیال محمد ابراهیم صدر او د کورنیو چارو وزارت مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق اخوند د فراه سیمه ییزو چارواکو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ستر معین د فراه چارواکو او سیمه ییزو مشرانو سره د اسلامي نظام د ارزښتونو او د خلکو د همکارۍ د اهمیت په اړه خبرې وکړې او وویل چې دوی د خلکو د عزت، سولې او ثبات لپاره واک ته رسیدلي دي، او د دوی د حکومت هر غړی باید له خلکو سره په نرمۍ ورورګلوۍ او اسلامي اخلاقو چلند وکړي.عبدالحق اخوند دا هم وویل چې سرپرست حکومت د مخدره توکو په اړه روښانه او ټینګ دریځ لري او تر هغه چې دا پدیده له دې خاورې څخه له منځه لاړه نشي، د هغې په وړاندې به مبارزه وکړي.د کورنیو چارو وزارت وویل چې پلاوی د فراه د خلکو د ستونزو د اوریدو لپاره دې ولایت ته سفر کړی.