د سرحدي همکاریو لپاره افغانستان څخه د پاکستان غوښتنه
د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر د دغه هیواد په سرحدي ولایتونو کې د بریدونو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د ترهګرو ډلو د مخنیوي لپاره یې د سرپرست حکومت مستقیمې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر طلال چوهدري د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ولایتونو کې د بریدونو شدت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې سرحدي سیمو کې د امنیت په تامین کې د سرپرست حکومت همکاري "اړین او بیړنۍ" ده.هغه زیاته کړه: "په سرحدي سیمو کې وروستیو بریدونو د پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ درانه تلفات اړولي دي، او د حکومت له بشپړ سیاسي ملاتړ او د ګاونډیو هیوادونو له ملاتړ پرته به د دې ګواښونو سره په اغیزمنه توګه مقابله ممکنه نه وي."هغه وویل چې د سرپرست حکومت لپاره وخت راغلی چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.