امریکا کې د فلسطین د ملاتړو نیول
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44869-امریکا_کې_د_فلسطین_د_ملاتړو_نیول
په نیویارک کې د فلسطین په پلوۍ د لاریون په ترڅ کې د ټرمپ هوټل مخې ته له څلوېښتو څخه زیات لاریون کوونکي ونیول شول.
(last modified 2025-08-05T08:22:48+00:00 )
اسد 14, 1404 12:51 Asia/Kabul
  • امریکا کې د فلسطین د ملاتړو نیول

په نیویارک کې د فلسطین په پلوۍ د لاریون په ترڅ کې د ټرمپ هوټل مخې ته له څلوېښتو څخه زیات لاریون کوونکي ونیول شول.

په داسې حال کې چې د غزې په اړه د امریکا د سیاستونو پر ضد یو شمېر لاریون کوونکي د امریکا د ولسمشر ټرمپ د هوټل مخې ته لاریون کاوه، د امریکا پولیسو له څلوېښتو څخه زیات لاریون کوونکي ونیول.لاریون کوونکو د لوږې له لارې د غزې محاصره د قومي تصفیې پالیسي وبلله.دوی وویل چې دا وضعیت د زغملو وړ نه دی او هغه کسان چې دا کار کوي په یهودي سمبولونو او دودونو کې ځای نه لري.