آسیايي لوبو کې د کرکټ ملي ټیم د غړو نوملړ اعلان
اسد 14, 1404 16:17 Asia/Kabul
د هیواد کرکټ بورډ د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د راتلونکو درې اړخیزو سیالیو لپاره د روزنیز کمپ او چمتووالي لپاره د ملي ټیم د دوه ویشت لوبغاړو نوملړ خپور کړ. دا لوبې به د آسیا جام کې د ښه ګډون لپاره ټیمونو ته لاره هواره کړي.
د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د دې سیالیو د ترسره کولو هدف د آسیا جام سیالیو لپاره د لوبډلو چمتوالی دی. د چمتووالي سیالیو له پای ته رسیدو وروسته، د ملي لوبډلې لوبغاړي به په متحده عربي اماراتو کې د آسیا جام کرکټ کې برخه واخلي.د ملي لوبډلې د چمتووالي سیالۍ د روان کال د سنبلې په اوومه نیټه په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شوې او د سنبلې تر شپاړسمې نیټې پورې به دوام وکړي. په دې سیالیو کې د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه به د سنبلې په اوومه نیټه د پاکستان پر وړاندې ترسره شي.