اسد 13, 1404 16:34 Asia/Kabul
  • د صهیونیستي کښتۍ پر ضد د مراکشیانو لاریون

په زرګونو مراکشیانو د صهیونیستي رژیم د وسلو د بندیز په اعتراض کې د طنجه په بندر کې پراخ لاریونونه وکړل.

په ورته وخت کې د مراکش د بندرونو کارمندانو صهیونیستي رژیم سره د یاد هیواد د معاملو په غبرګون کې له خپلو دندو استعفا ورکړې ده.په لاریون کې ګډونوالو صهیونیستي رژیم سره د مرستې او د غزې د خلکو د وژنې په برخه کې د مراکش د حکومت اقدام سره په خپل مخالفت ټینګار وکړ.تر دې مخکې د طنجه بندر د ورته دلیل لپاره صهیونیستي رژیم سره د دغه هیواد د حکومت د همکارۍ په اعتراض کې د لاریونونو شاهد و.