اسد 13, 1404 16:31 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند خبري ناسته

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې پاکستان ته د یاد هیواد د ولسمشر سفر د ایران او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام دی.

د دې وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن له خبریالانو سره په یوه غونډه کې وویل چې د ایران پر وړاندې پوځي یرغل کې د پاکستان مثبت دریځ د صهیونیستي رژیم پراختیا غوښتونکو پالیسیو سره د یاد هیواد د اصولي چلند او مخالفت ښکارندويي کوي.په ورته وخت کې په اسلام آباد او نورو ښارونو کې ټولو پاکستاني ورځپاڼو د ایران د ولسمشر او د هغه هیواد د لومړي وزیر او ولسمشر ترمنځ د غونډو په جریان کې شوې هوکړې خپل سرټکي ګرځولي.بقايي دا هم وویل چې د امریکا حکومت تل د صهیونیستي رژیم د کړنو لپاره مطلق او غوڅ ملاتړ کړی دی. له همدې امله د سیمې د خلکو په ځانګړې توګه د فلسطینیانو له نظره متحده ایالات د انسانیت پر وړاندې د جرمونو او نسل وژنې په ترسره کولو کې د صهیونیستي رژیم ملګری ګڼل کیږي.