ایران کې د خبریالانو د ورځې نمانځل
اسد 13, 1404 16:30 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د خبریالانو د ورځې په مناسبت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په غونډه کې د رسنیو له استازو سره ګډون وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې خبریالانو د صهیونیستي رژیم او امریکا لخوا د ایران په وړاندې په دولس ورځنۍ جګړه کې ځانګړی رول لوبولی دی.هغه وویل چې تر ټولو پورته موږ باید د ټولو شهیدانو یاد ته درناوی وکړو؛ د اسلامي انقلاب، مقدس دفاع او د رسنیو د شهیدانو څخه نیولې تر وروستي دولس ورځني یرغل مظلومو شهیدانو پورې، چې د ایران په تاریخ کې به یوه نه هیریدونکې صحنه وي.عراقچي ټینګار وکړ چې په دې مقاومت کې د خبریالانو او رسنیو د غړو رول خورا مهم و.