ایران کې د ملي دفاع د عالي شورا جوړول
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44841-ایران_کې_د_ملي_دفاع_د_عالي_شورا_جوړول
د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتریت تېره شپه اعلان وکړ چې دې ادارې د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د یو سل او شپږ اویا مادې په چوکاټ کې د سترې دفاعي شورا د جوړولو منظوري ورکړې ده.
(last modified 2025-08-04T08:30:04+00:00 )
اسد 13, 1404 12:59 Asia/Kabul
  • ایران کې د ملي دفاع د عالي شورا جوړول

د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتریت تېره شپه اعلان وکړ چې دې ادارې د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د یو سل او شپږ اویا مادې په چوکاټ کې د سترې دفاعي شورا د جوړولو منظوري ورکړې ده.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا په اعلامیه کې راغلي چې د دفاع شورا به په دفاعي پلانونه بیاکتنه وکړي او د وسله والو ځواکونو وړتیاوې به په مرکزي ډول لوړې کړي.د دې شورا مشري د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په غاړه ده چې د وسله والو ځواکونو د مشرانو، قوماندانانو او ځینو اړوندو وزارتونو څخه جوړه ده.