د پاکستان له بندخونو د سلګونو کډوالو آزادیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44839-د_پاکستان_له_بندخونو_د_سلګونو_کډوالو_آزادیدل
د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو د پاکستان له زندانونو څخه د درې سوه پنځوس افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-08-04T08:28:07+00:00 )
اسد 13, 1404 12:57 Asia/Kabul
  • د پاکستان له بندخونو د سلګونو کډوالو آزادیدل

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو د پاکستان له زندانونو څخه د درې سوه پنځوس افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

دا بندیان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي تېره ورځ د تورخم پولې له لارې افغانستان ته ننوتل.دا کسان د پنجاب او اسلام آباد په ښارونو کې نیول شوي وو، او ځینو یې حتی د کډوالۍ قانوني اسناد هم درلودل؛ خو د یاد هیواد پولیسو لخوا نیول شوي وو.د بندیانو په منځ کې د ښځو او ماشومانو شتون ښیي چې دا کسان د ناوړه چلند او د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونې سره مخ شوي دي.