اسد 13, 1404 16:25 Asia/Kabul
  • د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړو په حل ټینګار

بامیان کې د سرپرست حکومت والي د دې ولایت د پنجاب او ورس ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د کوچیانو او کلیوالو استازو سره غونډه وکړه.

عبدالله سرحدي په دې لیدنه کې د قانوني اسنادو پر بنسټ د شخړو په حل ټینګار وکړ او وویل چې کوچیان د خلکو ځمکې له باوري اسنادو پرته نشي کارولی.د بامیان ولایت مطبوعاتي دفتر پرون په یوه بیان کې وویل چې شخړې باید د "معتبرو اسنادو، شرعي احکامو او اسلامي اصولو" پر بنسټ حل شي.