د پاکستان لخوا پر کابل د وسلوالو ډلو د ملاتړ تور
اسد 12, 1404 16:46 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ادعا کړې چې بلوچ وسله وال او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې څخه مالي او لوژستیکي ملاتړ ترلاسه کوي. هغه ټینګار وکړ پاکستان تمه لري چې سرپرست حکومت به د دې ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي.