د سیګار وروستي راپور ته د اقتصاد وزارت غبرګون
اسد 12, 1404 16:16 Asia/Kabul
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د سیګار هغه راپور رد کړ چې وايي افغانستان د امریکا د مرستو د کمښت او د هغې د ویش په برخه کې د حکومت د ښکیلتیا له امله له مالي ناورین سره مخ دی، نوموړي زیاته کړه چې کابل پدې مرستو کې هیڅ ښکیلتیا نلري او د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو تکیه نه کوي.