غزې تړانګه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44804-غزې_تړانګه_کې_د_فلسطینیانو_د_نسل_وژنې_دوام
صهیونیستي رژیم نن سهار د خان یونس په لویدیځ کې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر بمباري وکړه.
(last modified 2025-08-03T08:16:08+00:00 )
اسد 12, 1404 12:45 Asia/Kabul
  • غزې تړانګه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې دوام

صهیونیستي رژیم نن سهار د خان یونس په لویدیځ کې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر بمباري وکړه.

د دې وحشیانه برید په پایله کې د غزې سرې میاشتې سره تړلی لږترلږه یو مرستندویه کارکوونکی شهید شو او څو نور ټپیان شول.په ورته وخت کې په غزه کې روغتیايي سرچینو راپور ورکړ چې د نن سهار څخه تر نن ماسپښین پورې د غزې په تړانګه باندې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې دوه شپیته کسان شهیدان شوي، چې اته دیرش یې د مرستو د ویش په مرکز کې مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اووه فلسطینیان هم د لوږې له امله مړه شوي دي.په غزه کې د لوږې بحران دوام لري پداسې حال کې چې دې تړانګې ته رسیدونکې مرستې د دې سیمې د خلکو د اړتیا وړ مقدار څخه خورا کمې دي.