اسد 12, 1404 16:14 Asia/Kabul
  • په الاقصی جومات باندې د یهودیانو برید

د صهیونیستي رژیم د داخلي امنیت وزیر ایتامار بن گویر او یو شمیر صهیونیست میشتو کسانو نن سهار په الاقصی جومات برید او پارونکي اقدامات یې ترسره کړل.

بن گویر مخکې د بیت المقدس د اشغال د کلیزې په ورځ په الاقصی جومات برید کړی و، چې د مسلمانانو او مذهبي شخصیتونو له خوا د غندنې او غبرګون څپې سره مخ شو.په وروستیو میاشتو کې اشغالګر میشتو کسانو د الاقصی جومات په انګړ کې پارونکي اقدامات او په دې مقدس ځای کې یې د تلمودي مراسم ترسره کړي دي.صهیونیستي رژیم هڅه کوي چې د الاقصی جومات بشپړ کنټرول په نیولو سره ویجاړ کړي.د الاقصی جومات د ویجاړولو او په هغه کې د یهودي معبد د جوړولو مفکوره د صهیونیسټانو په افراطي عقیده کې ریښه لري او د کلونو راهیسې د افراطي ډلو لخوا تعقیب کیږي.