اسد 12, 1404 16:13 Asia/Kabul
  • ایران څخه افغانستان ته یو میلیارد ډالرو څخه د زیاتو توکو لیږد

د ایران د تایباد والي حسین جمشیدي اعلان وکړ چې د روان کال له پیل څخه د چنګاښ تر پایه پورې د دوغارون ګمرک له لارې افغانستان ته د لیږدول شویو توکو ارزښت یو میلیارد شپږ سوه پنځه ملیون ډالر و.

د هغه په وینا د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د دوه سوه او څلور اتیا میلیون ډالرو څخه ډیر ارزښت لرونکي توکي افغانستان ته صادر شوي دي.د هغه د ورکړل شویو جزیاتو له مخې دا اندازه توکي د ایران دوغارون سرحدي بازار څخه افغانستان ته صادر شوي دي.نوموړي وویل چې د ایران د صادر شویو توکو نوي سلنه هرات ښار ته ځي چې د افغانستان دوهم اقتصادي بازار دی.د تایباد والي په وینا ودانیز مواد، خواړه، میوې، تیل او مایع ګاز د ایران لخوا افغانستان ته صادر شوي خورا مهم توکي دي.دغه ایراني چارواکي همدارنګه د روان کال له پیل څخه د چنګاښ تر پایه پورې له افغانستان څخه دوغارون ته د لېږدول شویو توکو اندازه څلورویشت زره اوه سوه پنځه ویشت ټنه اعلان کړه چې اټکل شوی ارزښت یې څلور شپیته میلیونه دوه سوه او یو دېرش زره ډالر دی.