اسد 12, 1404 16:13 Asia/Kabul
  • د کډوالو وضعیت قانوني کولو باندې د ایران ټینګار

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي وايي چې ایران، د نورو هیوادونو په څیر، د قانوني استوګنې اسنادو لرونکو کډوالو ته اړتیا لري.

ښاغلي یاراحمدي وویل چې د کډوالۍ ملي ادارې په جوړولو سره به نه یوازې د مهاجرینو حقونه له لاسه ورنکړل شي بلکې ایران او ولس ته به یې زیان هم ونه رسیږي.د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو د مرکز مشر اعلان وکړ چې د دولت او پارلماني طرحې د یوځای کولو هدف د مهاجرینو د حیثیت قانوني کول دي.د دې قانون د تصویب د ګړندي کولو اړتیا ته په اشارې سره هغه وویل: که چیرې دا قانون تصویب شي، د ایران د مهاجرینو پالیسي به سره متحد شي او په دې برخه کې به د اشخاصو او ادارو د خپل سري لاسوهنې مخه ونیول شي.د ایراني چارواکو په وینا، شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال په دې هیواد کې ژوند کوي.