ټاکل شوې چې امیرخان متقي پاکستان ته سفر وکړي
اسد 11, 1404 16:02 Asia/Kabul
سرچینو پاکستان ته د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د سفر خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا سفر به د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ ترسره شي.
هغه سفر چې افغانستان ته د پاکستاني لوړپوړو چارواکو له سفرونو وروسته ترسره کیږي او ویل کیږي چې د ځانګړي اهمیت وړ ده .د سرپرست حکومت دا ډیپلوماتیک چارواکی به د دې سفر په جریان کې د پاکستان له سیاسي او امنیتي چارواکو سره وګوري او خبرې اترې به وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او تعاملات به و ارزوي.د دې سفر یو له مهمو ټکو څخه د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د امیر خان متقي لیدنه ده.دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي چې په تیر کال کې سلګونه زره افغانان په زور له پاکستان څخه ایستل شوي او د تحریک طالبان پاکستان د مسلې له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لاهم ترینګلې ګڼل کیږي.