پاکستان څخه د افغان کډوالو اخراج
اسد 11, 1404 16:01 Asia/Kabul
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې له هغو افغانانو څخه چې ویزې او د استوګنې کارتونه نلري غوښتنه کیږي چې له دغه هیواده ووځي.
د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي هغه کډوال چې د کډوالۍ کارتونه یې پای ته رسیدلي دي باید افغانستان ته ستانه شي.دغه ادارې ویلي چې دا افغان کډوال نور په یاد هیواد کې پاتې کیدی نشي.دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمان مخکې ویلي وو چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د مهاجرت کارتونو نه تمدید په پاکستان کې د نږدې یو نیم ملیون افغان کډوالو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي دي.دغه بنسټ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي وه چې د دې کډوالو اخراج ودروي او د دوی د استوګنې کارتونه هم وغځوي.خو اسلام آباد دا غوښتنه رد کړې ده.