اسد 11, 1404 16:00 Asia/Kabul
  • د صهیونیستانو ضد د سوریې د خلکو لاریون

د درعا او دمشق شاوخوا سیمو کې خلکو د سوریې په خاوره د صهیونیستي رژیم د تیري د غندلو لپاره په لویه کچه لاریونونه وکړ.

دوی د سوریې په موقت حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره د خپل هیواد په خاوره کې د داسې تیري په وړاندې قوي او اغیزناکه دریځ غوره کړي.ګډونوالو شعارونه ورکول او ویل یې چې د سوریې د ملي هویت او د هیواد له پولو بهر د پوځي یا سیاسي مداخلې مخالفت کوي.اوسیدونکوچې په دمشق کې د سوریې د موقت حکومت د چارواکو په وړاندې د شعارونو لیکل شوي بنرونه نیولي وو، د سوریې د موقت حکومت د ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه چې لاهم د دوی د ډیری کورونو د سوځولو وروسته په زیربناوو او لوټمارۍ بریدونو سره مخ دي.