امنیتي ادارو کې د یونیفرم جبري کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44769-امنیتي_ادارو_کې_د_یونیفرم_جبري_کیدل
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت معین وايي چې د دغه وزارت د کارمندانو لخوا د رسمي یونیفورم کارول لازمي دي.
(last modified 2025-08-02T08:00:13+00:00 )
اسد 11, 1404 12:29 Asia/Kabul
  • امنیتي ادارو کې د یونیفرم جبري کیدل

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت معین وايي چې د دغه وزارت د کارمندانو لخوا د رسمي یونیفورم کارول لازمي دي.

ابراهیم صدر هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې وویل چې د یاد وزارت فرمانونه او قوانین د اداري سلسلې پر بنسټ په یو شان پلي کیږي.نوموړي د هرات ولایت د امنیتي وضعیت د بیاکتنې لپاره دغه ښار ته سفر وکړ.د کورنیو چارو وزارت چارواکي ټینګار وکړ چې ولایتي چارواکي او کارمندان باید له خلکو سره په مهربانۍ او اخلاص چلند وکړي ترڅو خلک ورسره نږدې شي.پخوا د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ټینګار کړی و چې د دې ادارې چارواکي او کارمندان باید یونیفورم وکاروي ځکه چې د یونیفورم نه اغوستل د خلکو لپاره ستونزې رامینځته کړې وې او خلک ډیری پولیس افسران نه پیژني.