د افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالۍ
اسد 11, 1404 15:58 Asia/Kabul
صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې د غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي خپله کړه
دې لوبډلې په پایلوبه کې نورزاد ایف سي لوبډلې ته پرون په کابل کې درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.نورزاد ونشو کړی چې خپل سیال ته ماته ورکړي خو د کابل صداقت ټیم دا اتلولۍ په خپل نوم کړه.دا په تیرو څلورو پړاونو کې د صداقت دوهمه اتلولي ده، او د ډیری په وینا دا لوبډله اوس د افغانستان یو له غوره او پیاوړو ټیمونو څخه ګرځیدلې ده.اکبر کاظمي د صداقت لپاره په دې لوبه کې د ټورنمنټ د دې پړاو غوره لوبغاړی وپیژندل شو.د افغانستان د فوتسال د غوره لیګ په دې سیالیو کې چې د جون په شپاړسمه د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نوي مسابقې پکې د تګ او راتګ په ډول ترسره شوې.