د آسیا اتلولۍ جام لپاره د افغانستان چمتوالی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44767-د_آسیا_اتلولۍ_جام_لپاره_د_افغانستان_چمتوالی
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحد عربي اماراتو ته ځي
(last modified 2025-08-02T07:58:21+00:00 )
اسد 11, 1404 12:27 Asia/Kabul
  • د آسیا اتلولۍ جام لپاره د افغانستان چمتوالی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحد عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د پاکستان او متحده عربي اماراتو په وړاندې په درې اړخیزو لوبو کې برخه واخلي.د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د شل اورونو دا لوبې به د اګست له نهه ویشتمې پيل شي، هره لوبډله به له یوه بل سره دوه ځله مسابقه وکړي او دوه غوره لوبډلې به د سپتمبر په اوومه په پایلوبه کې برخه واخلي.دا سیالۍ د اسیا جام د چمتوالي لپاره دي. د اسیا د کرکټ د اتلانو جام د سپتمبر په نهمه په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.